افغانستان

لوګر: تېر یوه کال کې څه باندې ٥٠ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده

په لوګر کې د غصب شويو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، چې په تېر یوه کال کې

په لوګر کې د غصب شويو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، چې په تېر یوه کال کې یې څه باندې ٥٠٠ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي سیدامین هاشمي چې د يادې کمېټې مشري یې په غاړه ده باختر آژانس ته وویل، چې د مرکز په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې یې ٥١ زره ١٤١ جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
هاشمي زیاتوي، چې د تخنیکي ټیمونو سروې او هڅې دا ښیي، چې په ټولیزه توګه لوګر کې شاوخوا ۵۰ سلنه دولتي ځمکې غصب شوې، چې د بېرته راګرځولو لپاره یې پوره هڅې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *