
افغانستان
ننګرهار کې پر ۳ زرو زدهکوونکو درسي کېټونه ووېشل شول
د ننګرهار په دو ولسوالیو کې د چټکو زده کړو له ۳۱۳۸ زده کوونکو سره د قرطاسیې او روغتیايي کیټونو مرسته وشوه. د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دغه مرسته د ودان موسسې له لوري د دې ولایت په شینوارو او مومند درې ولسوالیو کې د چټکو زده کړو ۸۷ ټولګیو ۳۱۳۸ زده کوونکو سره وشوه. د معلوماتو له مخې له یادو مرستو ۱۹۱۳ نجونې او ۱۲۲۵ هلکان برخمن شول.