دینې لیکنې

د روژې حکمتونه

په اسلام کې د هر عبادت لپاره حکمتونه شته چې ځينې يې په صريح نص معلومېږي ځينې يې په عقل معلومېږي او ځينې يې پټ وي خو وروسته تر ډېرو تحقيقاتو او پلټنو يې يو څه درک لګيږي.
په ټولو عباداتو کې مهم حکمتونه دا دي: د نفسونو تزکېه، د نيمګړتياوو څخه د نفسونو پاکوالی، له چټليو څخه د نفسونو صفاوالی، د انساني کمال لپاره د نفسونو جوړوالی، ملأ اعلی ته د نفسونو نژدې والی، د حيواني خلقتي کثافت او دروندوالي څخه د انساني نفسونو را اېستل او په اسماني پاکو معنوياتو تغذيه کول.
اسلام انسان ته د داسې منځني مخلوق په سترګه ګوري چې هم د ملکوتي صفايۍ او هم د حيواني چټلۍ استعداد لري، هم د مځکېني تاريکۍ او هم د آسماني نورانيت وړتيا لري او انسان ته عقل، اراده او تميز ددې لپاره ورکول شوي دي چې د دنيوي او روان اخروي ژوند لپاره په فکر کولو سره يا ځان نيکمرغه کړي او يا یې بدمرغه.
خو په اسلام کې هر هغه عبادت لره چې سم وشي په انساني نفسونو کې مختلف آثار شته چې د عابدينو د رښتينولۍ، فکرونو راټولوالي او د خپل معبود د استحضار له مخې پر ګڼو حالاتو او اقسامو باندې مشتمل دي.
دا معلومه خبره ده هغه عبادت چې په سمه طريقه وشي، پوره يې حق آداء شي او په کولو يې تنها الله او د هغه رضا مدنظر وي د انسان نفس د هري تاريکۍ څخه و رڼا ته او د هر هلاکت څخه ونجات ته را باسي، همدا راز انسان ته داسې روحي او معنوي قوت ورکوي چې په مټ يې ددنيا او آخرت سعادت او نيمکرغي لاس ته را وړلای شي.
هغه عبادات چې سم او پر طريقه آداء نسي د انسان پر بدن هيڅ مثبت تأثير نه ږدي تنها د انسان لپاره به جسمي مصروفيت او روحي ستړيا د ځانه سره ولري نور به هيڅه ګټه ورته ونکړي او هېڅکله به دی پر خپل عبادت خوند وانخلي ځکه چې د زړه د تله او د الله لپاره نه کېږي بلکې د مجبوريت پر اساس او د بل هدف لپاره کېږي.
که دقت وکړو او په غور وګورو نو دا خبره به له ورايه راته معلومه شي چې:
د مسلمانانو د زړونو کلکوالی، په الهي مسئوليتونو کې ناغېړي او د دښمن په مقابل کې ناکامې له دې امله ده چې مسلمانانو د خپل دين د لارښوونو څخه فاصله نيولې، د اعمالو او ويناوو د مثبت تأثير څخه محروم شوي او د دين شعاير ورته کم رنګه شوي دي چې په نتيجه کې عبادات اوس لکه عادات ګرځېدلي او د يو فرهنګ له مخي يې سرته رسوي نوره ديني تلوسه او عقلي شوق ورسره نشته.
که پر مسلمانانو د دوی نيکو اعمالو مثبت تأثير کولای نو يقينا به د مځکې پر مخ يو مثبت انقلاب راغلی وای، د مځکې مخ به د حق په ښايست ډک شوی او د باطل څخه به پاک شوی وای خو له بده مرغه چې نن د الله تعالی د همدې قول پر بنياد چې: ظهر الفساد في البر والبحر بما کسبت ايدي الناس. د مځکې مخ له فساده او ناخوالو څخه ډک شوي دي.
کڅه هم پر مسلمان د روژې د فرضيت لپاره تنها همدغه خبره کافي ده چې روژه د الله تعالی لخوا پر ده باندې فرض کړل شوې ده.
ځکه چې د الله پاک د ربوبيت تقاضا هم همداسې ده چې پر خپلو بندګانو باندې د مکلفيت پوره اختيار او واک لري هر شی چې پر خپلو بندګانو فرض کړي څوک د اعتراض او نيوکې حق نلري لکه الله جل جلاله چې په قرآن کې فرمايي: ژباړه: د الله تعالی څخه د هغه شي پوښتنه نه کیږي چی کوي یې خو دوی پوښتل کیږي.
او دا زموږ عقيده هم ده چې د الله پاک سره څوک محاسبه نشي کولای ټوله مخلوقات خلقا ملکا او عبيدا يعني په پيدايښت، په ملکېت او استخدام کې د الله تعالی په واک کې دي هر ډول تصرف چې وغواړي په کې کوي يې څوک د اعتراض او پوښتني حق نلري.
خو پدې خاطر چې د الله پاک د لارښوونو سره سم انسان د الله پاک په مخلوقاتو او قدرتونو کې په فکر کولو باندې مکلف دی او د انسان پر نيک او بد عمل الله پاک مزدوري او نتيجه مرتبه کړې ده او تربل هر چا الله پاک پر خپلو بندګانو مهربان دی لکه چې فرمايي: ژباړه: یقینا چې الله پاک پر خلګو بخښونکی او مهربانه دی.
همدا راز فرمايي: ژباړه: الله پر مخلوقاتو د ظلم اراده نه لري.
همدا راز فرمايي: ژباړه: آیا تاسو داسې ګمان کوی چې موږ تاسي عبث پیدا کړي یاست او موږ ته نه راځی؟.
نو داسی ویلای سو چی ددې مبارکې میاشتې روژه:
1 – د انسان لپاره ثواب دی.
2- انسان ته تقوی ورباندې حاصلېږي.
3 – د ګناه څخه انسان ورباندې ساتل کېږي.
4 – د انسان صحت ته ګټه لري.
5 – انسان ته مادي او معنوي قوت ورباندې حاصلېږي.
او باید ځان پوه کړو چې دېته اړتيا شته چې انسان د عقيدې د درلودلو برسېره د الله پاک د عباداتو په حکمتونو باندې هم ځان خبر کړي ترڅو هغوته خلګ دعوت کړي او خپله يې هم په شوق باندې سرته ورسوي.
منبع: تحف رمضانیة.

ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *