
هرات او کندهار کې لسګونه سرتېري فارغ شول
شریعت: هرات او کندهار کې له ۲۰۷ الفاروق او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو څخه ۹۵ سرتېري فارغ شول.
د هرات امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د الفاروق قول اردو څخه ۴۵ سرتېري د درنو وسلو له زده کړو فارغ شول.
د دغه ولایت د امنیتي مسوولینو په وینا، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا څخه ۴۵ سرتېري د ډیسي توپ، هاوان، دو میله او اسپیجنین له مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د مسوولینو په خبره، دغه سرتېري به د سرحدي کنډک د لوېدیځ زون سرحداتو د ساتلو لپاره وګومارل شي.
یاد مراسم د نظامي نمایشاتو په ترسره کولو د تصدیق نامو او ډالیو په وېش سره پای ته ورسېدل.
د یو بل خبر له مخې، په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولین وایي، چې له دغې قول اردو څخه ۵۰ سرتېري له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د دغه ولایت د ۲۰۵ البدر قول اردو مطبوعاتي مسوول مولوي نذیر احمد شکېب وايي، چې دغه سرتېري د حضرت عبیده رض د درېيمې سرحدي لوا څخه د یوې میاشتې مسلکي او نظامي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته پرون فارغ شول.
د یادونې وړ ده، چې مخکې له دې هم له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ګڼ شمېر سرتېري له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي وو.