
افغانستان
هرات کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول
۷- کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د هرات د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیرت مسوولین وایي، چې تېره میاشت په دغه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د دغه ولایت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیرت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۹ لاسي بمونه، ۲۹ د هاوان ګورلۍ، ۸ کلاشینکوفونه، ۵ میله تومانچې، ۱۰ مخابرې، ۷ د راکټ ګولۍ او ګڼ شمېر نور مهمات نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د دغه قضیو په تړاو ۱۳ تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.