اعلامیېافغانستان

په سوډان کې د خپلمنځۍ نښتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم
قال الله تبارک و تعالی: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ. [الأنفال: ۴۶] ژباړه: او د الله (ج) او د ده د پيغمبر (ص) اطاعت کوئ، او (په خپلو منځونو کې) يو تر بله جګړې مه کوئ (چې په دې صورت کې) به کمزوري (او بې زړه شئ) او قوت به مو لاړ شي او (بالاخره) صبر کوئ (ځکه چې) الله (ج) يقيناً د صبر کوونکو ملګری دی.
په خواشينۍ سره مو را پور تر لاسه کړ،چې د سوډان په مرکز او ځينو برخو کې خپلمنځي جګړه نښتې. د افغانستان اسلامي امارت په دغې پېښې سخت خواشينی شو، چې په اسلامي هيواد کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه نښلي او سوډانی ولس ځوروي. داچې اوس لا د دغې پېښې ابتدا ده، اسلامي امارت خپل ورور سوډاني حکومت او ملت ته توصيه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سياسي ډيالوګ او حوصلې کار واخلي.موږ د يوه جنګ ځپلي هيواد او ملت په توګه دا وايو چې موږ د جګړو اضرار ليدلي او لمس کړي، په جګړو سره ملتونه تباه کېږي، حکومتونه کمزوري کېږي او بهرنيو ناروا مداخلو ته لاره هوارېږي. د هغو ستونزو په پرتله چې له امله يې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډېرېږي او د هغه هيواد خلکو او حاکميت ته ګواښونه رامنځته کوي. له الله تعالی غواړو چې هرڅه ژر په سوډان کې د مسلمانو وروڼو ترمنځ اختلافات حل کړي، د جګړو لاملونه له مينځه يوسي او د هغه هيواد خلک له ستونزو وژغوري. وما علينا الا البلاغ
د افغانستان اسلامي امارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *