
د کندهار د مرستون مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د تېرو پنځو میاشتو په لړ کې د ۸۰ تنو رواني ناروغانو درملنه وشوې ده.
د دغه ولایت د مرستون آمر مولوي راز محمد ریحان باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کندهار د سرې میاشتې ریاست د رواني ناروغانو د درملنې له مرکز څخه د ۸۰ تنه رواني ناروغان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د یادوني وړ ده، چې په دغه مرکز کې اوسمهال شاوخوا ۱۰۷ تنه تر درملنې لاندې، چې له بشپړې درملنې وروسته به خپلو
کورنیو ته وسپارل شي.