افغانستان

کونړ ته د سيلانيانو ور تګ ډېر شوی

کونړ هغه ولايت دي، چې د کوچني اختر په را رسېدو دې ولايت ته د سيلانيانو ور تګ ډېر شوي دي.سيلانيان خوښ دي، چې په ټول هېواد کې د امنيت ترڅنګ د دې ولايت د ډاډمن امنيت او سيلانيانو ته د رامنځ ته شويو اسانتياو له امله کونړ د تېرو کلونو په نسبت د زياتو سيلانيانو کوربه دي.ولسونه

خوښي څرګندوي، چې ډاډمن امنيت هغه ډالۍ ده، چې سږ کال په زياته اندازه سيلانيان دې ولايت ته را مات دي.له کندهار څخه راغلي سيلانيان ولي اغا او سيد محمود خوښ دي او زياتوي، ټول هېواد ښکلي دي؛ خو کونړ ته په راتګ سره يې خوښي لا پسې زياته شوې ده؛ ځکه چې ښايسته طبيعي منظرې، غرونه او سيند هغه څه دي، چې دې ولايت ته يې ښکلا وربخښلې ده.ولي اغا وويل:» کونړ واقعا چې ښايسته ولايت دي، ځکه د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امن ډېر شوي، موږ هېڅ د ويرې احساس نه کوو. کونړ ته مې راتګ ډېر ارمان وو او هغه ارمان مې پوره شو چې دې ولايت ته د نورو ملګرو سره راغلم، دومره خلک دې ولايت ته را روان دي چې هېڅ حساب يې نشته. سوله او امنيت دې تل وي چې د هېواد هره سيمه په ډاډه زړه خلک وګوري.»سيد محمود وايي:» د کونړ د کومو سيمو د ليدلو ارمان چې مې وو له ملګرو سره ورغلو عکسونه مو وويستل، ډېر زيات ښکلي ولايت دي، شيګل ته لاړو، اسمار مو وليد بيا دانګام ته لاړو ان تر بن شاهي سيمې پورې وګرځېدو، غرونه شنه او هر ناو ته په ليدلو هېڅ مړېدل نشته، طبيعي افشارونه دي، د اوبو شور او داسې نور ډېر څه شته چې کوم يو يې ياد کړم. ګرځو به ترڅو له دې چکره خوند واخلو.»يو شمېر پانګه وال هم خوښي ښايي او زياتوي چې کړې خوارۍ يې ځاي نېولي ځکه د دې ولايت د مرکز ترڅنګ يې د سړکونو په سر د سيلانيانو لپاره ګرځنده او مؤقت ميلمستونونه او هوټلونه جوړ کړي، چې د لويې لارې د اوږده مزل مسافر پکې د خوړو ترڅنګ د سياحت او استراحت لپاره دمه جوړه کړي.په دانګام ولسوالۍ کې مې د لويې لارې پر سر د سيلانيانو لپاره د جوړ شوي هوټل مسوول واحدالله وپوښت، چې وايي:» د سيلانيانو راتګ په ډېرېدو زموږ کاروبار ډېر ښه شوي څو کسه راسره په کار هم مصروفه دي. خوشاله يوو چې هم د دغه لارې حلال رزق ګټو او ترڅنګ يې د سيلانيانو راتګ ته خوشاله يوو چې زما په شمول ډېر خلک په کار مصروفه دي او د دغه راتلونکو مسافرو په خدمت بوخت دي.»له بهرني هېواده راغلي مسافر فضل الاهي چې د ننګرهار اوسېدونکي دي وايي، په تمامه مانا وطن ښکلي دي او د امنيتي ځواکونو ښه چلند به هېڅکله هېر نه شي.هغه وويل:» زه به دومره ووايم، چې په ډېرو هېوادونو ګرځېدلي يم. کوم خوند چې د وطن په مينه کې دي په بل هېڅ شي کې نشته، امنيتي ځواکونه دومره ښه رويه کوي له مسافرو سره چې د خو پکې څه نشته. په زياتو سيمو وګرځېدو د دوي تالاشۍ ته چې به ودرېدو ويل به يې خفه نه شئ ښه چکر ولرۍ په ډاډه زړه وګرځئ او هرڅه مشکل چې مو لره موږ ته خبر راکوئ. زه د دوي مينې ته حيران يم ژوندي دې وي.»بايد وويل شي، چې د سيلانيانو لپاره د ټول هېواد ترڅنګ په کونړ کې امنيتي ارګانونه کامل چمتوالي لري او د سياحت په برخه کې يو شمېر پانګه والو له لوري اړينې اسانتياوې هم برابرې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *