
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، د شپږ نیمو میليونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ښه پر مخ روان دی. د یونېسف متخصصین وايي، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومان واکسین شي ځکه لسګونه زره داسې ماشومان شته چې په ژوند یې واکسین نهدي ترلاسه کړي. یونېسف وايي، د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ۲۳ ولایتونو کې دوام لري. د یونېسف د واکسین د پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول سید کمال شاه وايي، چې د پولیو د روان واکسیناسیون تر پای وروسته به معلومه شي چې دا وار له پلان شوې اندازې څومره ماشومانو تهواکسین لګول شوی. افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پهکې په بشپړه توګه نهده له منځه تللې او د ماشومانو ژوند ګواښي.