
افغانستان
۷ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول
شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷ ټانکره بې کیفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نمیروز بندر کې یې ۷ټانکره بې کیفیته پټرول بېرته ایران هېواد ته مسترد کړي دي. سرچینې زیاته کړه، چې یاده اندازه پټرولو د سټنډرډ ملي ادرې له سټنډرډ سره مطابقت نه درلود او له همدې کبله بېرته ایران ته مسترد شول. د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.