افغانستان

اترا اداره: د مخابراتي خدمتونو بيو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

د اترا ادارې مسوولین وايي، د انټرنیټي کڅوړو او ټلیفوني اړیکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی. د دې ادارې مسوولین وايي، چې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د انټرنېټ پکېجونو او ټلیفوني اړیکو لپاره نرخونو لپاره حد ټاکل شوی او په بیو کې یې ۴۰ تر ۵۰ سلنې کموالی راغلی د اترا ادارې ویاند وايي پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه ۲۵۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده او له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د ټلیفوني اړیکو بیه چې پخوا په یوه دقیقه کې درې افغانۍ وه اوس ۱.۸۵ افغانیو ته راټيټه شوې ده. اترا اداره دغه راز وايي، چې مخابراتي پوښښ د پخوا په پرتله زیات شوی او په لرو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *