لیکنېمقالی اوتبصرې

اخ ؛ زما شهید رهبره…!!

د تاریخ په رڼا کې معلومېږي چې په هر عصر، هر بخش او څانګه کې بعضې داسې کسانو شتون درلودلی چې د هغوی شتون د هغه بخش د پیاوړتیا، پرمختګ، او د تکمیل لازمي جزء ګڼل شوی وای. د هغوی وجود د هغه بخش د ترقۍ او کامیابۍ لامل ګرځېدلی وای. د هغوی په اهلیت، ځراکت او په ویاړمن موقف نړۍ ته د هغه بخش لیاقت څرګند شوی وای.
همدا شان د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ زعامت او رهبري د اسلامي امارت د پیاوړتیا یو ستر لامل وګرځېده. د هغوی بصیرت، ځراکت، ښې سابقې، ستر شخصيت، لوړ عزم او د شجاعت، او شهامت تر سیوري لاندې د هغوی ستر ویاړمن موقف نړۍ ته د امارت اسلامي موقف، نظامي قوت، سیاست او بصیرت روښانه کړ، اسلامي امارت یې نړۍ ته د یو پیاوړي اسلامي سیاسي خوځښت په نوم ور وپېژانده.
شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د خپل ذاتي صفاتو لکه: اخلاص اوتقوی، شجاعت اوغیرت، سیاست اوبصیرت، د دې هر څه علاوه د اسلامې تربیت نړیواله اسلامي مدرسه، د جهادي اعداد نړیوال اسلامي عسکر، د سیاسي بصیرت نړیوال اسلامي سیاسي دفتر او د نظامي ډګر نړیوال جهادي سنګر و.
شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ په خپل ویاړمن سیاست او بصیرت د اسلامي امارت هغه خلاوې ډکې کړې، له کومو چې اشغالګرو او ګوډاګیانو فکري او نظامي بریدونه کول.
هغه د اسلامي امارت خوځښت ته داسې نړیوال شکل ورکړ چې دښمن هم ګوته په غاښ ورته حیران پاتې شو.
هغه په داسې وخت کې اسلامي امارت منظم، متحد او پیاوړی کړ، چې دښمن یې د بې نظمۍ، اختلاف، او ضعف شیطاني خوبونه لیدل.
هغه د دښمن هغه دسیسې، چل او مکر د اوبو سره لاهو کړ، د کوم لپاره چې کفري نړۍ د ناټو په نوم اتفاق کړی و.
‏هغه په ډېر تدبر د داعشي فتنې او بغاوت پر ضد کامیاب ګامونه پورته کړل، که چېرې هغه وخت د دې فتنې مخنیوی نه وای شوی، اوس به هم د اسلامي امارت په مخ کې ډېر خنډونه وای.

د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ اخلاص اوتقوی، سیاست اوبصیرت، او د قدرت نه شوق د دې څخه واضح څرګندېږي چي:
هغه د خپل اخلاص په برکت خپل زعامت او رهبري په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې په ډېر بصیرت او پوره اخلاص سره څو کاله مخفي وساتل.
هغه د خپل بصیرت په رڼا کې د ملا صاحب مرحوم د وفات خبر د مجاهدینو د عزم او مورال د قوي ساتلو په خاطر څو کاله له هغوی مخفي وساته.
هغوی د خپل نوم او نښان د پټ ساتلو په خاطر خپله مبارزه او رهبري د یو مجاهد په صفت څو کاله په داسې مېړانه پر مخ یووړل چې د اسلامي امارت په سپېڅلي صف کې هېڅ تغییر او بدلون هم رانه غی.
کله چي بیا د اسلامي امارت لخوا د محترم ملا صاحب ـ رحمه الله ـ د وفات د خبر تصدیق شو، هغه وخت د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلامي امارت د متحد صف د ټوټه ټوټه کولو کوششونه، او تبلیغاتې ضربې ډېرې زیاتې شوې، چې د اختلافاتو خوا ته مختلفې لارې په مختلفو بڼو پرانیستل شوې.
شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ هغه وخت د خپل سیاسي بصیرت په رڼا کې د مجاهدینو د مورال د قوې کېدو لپاره د کندز ښار د نیولو امر ورکړ.
د کندز ښار فتح شو دا یوازې نظامي فتحه نه وه، بلکې په حقیقت کې داسې سیاسي کارنامه وه چې د یوې خوا د مجاهدینو روحیه په کې تازه شوه او له بلې خوا دښمن ته په یوه وخت کې داسې سیاسي، فرهنګي او نظامي پېچلې زوروره ضربه ورکول شوه، چې د دښمن ټول هغه تبلیغات د مجاهدینو ترمنځ د اختلاف پیداکولو لپاره یې کول هغه ختم، اختلاف یې هیر او په خپل غم اخته شول.
د مجاهدینو پاملرنه او فکر بېرته د خپلې سپېڅلې مبارزې خواته را جلب شو او د دښمن پاملرنه او فکر له تبلیغاتو څخه د ارګ د د ېوالونو پر حفاظت را چاپېره شوه.
هغه وخت زه په خپل علمي سفر کې وم، اختر مې هم پر بل وطن و، خو ښه مې یاد دي چې عام ولس په کندز کې د مجاهدینو دروند استقبال وکړ، د نړۍ مسلمانانو په رسنیو کې امارت اسلامي ته د کندز د فتحې مبارکۍ رالېږلې، هغوی یې ستایل…هغه خوند، هغې خوشحالۍ او هغې فتحې یقیناً د امارت اسلامي د مجاهدینو روحیه پیاوړې او یو وار بیا یې د اسلامي فتوحاتو یاد تازه کړ.
د شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ
یوه وینا چې په سرو زرو د لیکلو ارزښت لري، چي هغه مرحوم په خپله یوه وینا کې مجاهدینو ته داسې وايي: ‏
«موږ ته دخپلو سرونو تر حفاطت د خپلو اهدافو ساتنه لومړیتوب لري».
د وخت امام شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د خپل دې قول مطابق خپل هدف ته د رسېدو په خاطر خپل ګران وجود هم په اور کباب کړ. د هغه له فعالیت او ویاړمن موقفه کفري نړۍ ډېره په ډار کې وه، له مختلفو لارو یې د نوموړي د ترور هڅې وکړې، خو کومه پايله یې ور نه کړه، بالآخره د اسلام سرسخته دښمن امریکا د خپلو جاسوسانو په مرسته وتوانېده چې د افغان ولس د خپلواکۍ امام شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د بې پیلوټه الوتکې پر مټ په یو بې رحمه برید کې په نښه او شهید کړ. ـ اِنا ِلله واِنا اِليه راجعون! روح دې ښاد او یاد دې تازه وي.
【اللهم اغفرله، وارحمه، وأكرم نزله، وأسكنه فسيح جنانك! يا أرحم الراحمين!】

انس افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *