لیکنېمقالی اوتبصرې

افغانستان د سیلانیانو لپاره ښې طبیعي منظرې او لرغوني ځایونه لري

داواقعیت دی چې زمونږ ګران هیواد سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت له پلوه د سیمې او نړۍ د سیلانیانو د راجلبولو لپاره ښه په زړه پورې طبیعي مناظر او لرغوني ځایونه لري، چې دغه اصل ته په پاملرنې سره په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزوخپرندویه سرچینو په حواله د سیلانیانو د را جلبولو په پار یو ښه خبر هم خپور شوی دی چې په هغه کې د نورستان سیمه ییزو مسولینو له قوله راغلی چې په دغه ولایت کې د یوه خصوصي شرکت له لورې له یوه غره څخه تربل غره پورې زانګو جوړیږي، د مسوولینو په وینا دغه زانګو ۱۰۰۰ متره لوړوالی او ۱۵۰۰ متره اوږدوالی لري چې اوس مهال یې د سروې چارې روانې دي. د مسوولینو په خبره دغه زانګو سیلانیانو ته د سیاحتي سیمو د لیدلو او توجه جلبولولپاره له یوه غره څخه تربل غره جوړیږي چې د سیمې هیوادونو په کچه به ترټولو اوږده او لوړه زانګو وي.
له شک پرته چې دا واقعآ یو ډیرښه زیری اوخوشحاله کوونکی خبر دی ځکه چې توریزم یا ګرځندوی برخې ته پاملرنه د هیواد عواید لوړوي، البته زمونږ هیواد د خپل ښه جغرافیایي موقعیت لري ، پاک الله (ج) ورکړیو طبیعي ښکلاګانو ، تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره د نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو د جذب ښه ځای دی، توریزم یا ګرځندوی ډیری هیوادونو ته ښه عایداتي سرچینه ده ، پردې اساس د نړۍ د سیلانیانو او ګرځندویانو له لورې د ‌ډیر اهمیت وړ ګڼل کیږي ، البته توریزم ، ګرځندوی او سیاحت په حقیقت کې هغه درې مفاهیم دي چې په بیلابیلو ژبو کې یو مفهوم وړاندې کوي چې موخه یې د طبیعت له ښکلاوو، لرغونو آبداتو او لاسي صنایعو څخه لیدنه ، کتنه او خوند اخیستنه ده .
البته په دې اړوند په ځینو لیکنو کې دغه برخې ته دا ډول اشاره هم شویده : « د توریزم وده په یوه ملک کې نه یوازې دلرغونیو آبداتو او طبیعي مناظرو پر موجودیت ولاړه ده، بلکې له یوه ملک څخه د سیلانیانو لیدنه او کتنه د فرهنګونو تبادله او پرتله هم را منځته کوي خو هغه څه چې د سیلانیانو او ګرځندویانو هوا هوس را پاروي د یوه ملک طبیعي مناظر او لرغوني آبدات او جوړ شوي لاسي صنایع دي چې په دې کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه توریزم(ګرځندویي یا سیاحت) په ۱۸۴۰ میلادي کال د یوه ټولنیز پرمختللي حرکت په توګه د نړیوالو قوانینو په چوکات کې په فعالیت پیل کړی چې د زمان پر دغه مقطع کې افغانستان له انګریزانو سره د لومړي جنګ په درشل کې قرار درلود خو دغه حرکت په ټولو اقتصادي فرهنګي او ټولینزو برخو کې ډیر ژر وده وکړه او د نړۍ د زیاتره هیوادونو او سازمانونو پام یې ځان ته راواړاوه تر څو له یو سل او څلویښت کاله وروسته یانې په ۱۹۸۰ کال کې د نړۍ د لومړۍ درجې صنعت په توګه یې خپل مقام تر لاسه کړ. د توریزم له برکته نړیوال مالي بیلا نسونه وخت پر وخت د تریلینونو ډالرو پورې لوړ شول د توریزم د همدې اهمیت له کبله د نړۍ هیوادونه زیار باسي چې د توریزمي فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي تر څو له دې لارې لوړ عواید په لاس راوړي. په نوره نړۍ کې په توریستي مرکز ځایونو کې د توریستانو لپاره رسټورانونه، هوټلونه او د دوئ د امنیت لپاره لازم تدابیر نیول کیږي او یا په بل عبارت د سیلانیانو له غوښتنې او تقاضا سره سم دوئ خپل امکانات برابر وي.»
البته دې ټکي ته موباید پام وي چې د اوس لپاره له نیکه مرغه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په خپلو ۳۴ ولایتونو کې بیلا بیل ښکلي، په زړه پورې او زړه راښکونکي طبیعې مناظر، لرغونې آبدات او ډول ډول جوړ شوي لاسي صنایع لري، نوغوره خبره داهم ده چې الحمدالله د اوس لپاره په ټوله کې دهیواد په کچه امنیت تامین دی، نو له شک پرته دا ټول هغه څه دي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیلانیان را جلبولی شي ، بنآ د افغانستان اسلامی امارت د اړوند دولتي ارګانونو ترڅنګ خصوصي پانګه وال باید د نورستان په څیر د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د همت ملا وتړي او په بیلا بیلو برخو کې پانګونې وکړي اوپه ځانګړي توګه دسیلانیانو د راجلبولو لپاره مناسب اقدامات او لازمې آسانتیاوې را منځته کړي ترڅو دهیواد مختلفو ولایتونو ته د ګڼ شمیر سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو څخه د سیلانیانو دسفر په لړکې دولتي او خصوصي بنسټونو او په ټوله کې هیوادوالو ته هراړخیزې اقتصادی ګټې ورپه برخه شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *