افغان او ترکمن لوري د رېلپټلۍ له لارې د سوداګرۍ پر زیاتولو غږېدلي
مفتي محمد نسیم محمدي د هرات د رېلپټلۍ رییس د ترکمنستان د رېلپټلۍ وزارت له مرستیال ساریوف سره په لیدنه کې د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتولو، د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ورځني کاري وخت پر زیاتولو خبرې کړې دي. د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې چې تیره ورځ د هرات تورغونډۍ بندر کې شوې د بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون درلود. سرچینه زیاتوي، افغان او ترکمن لورو د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد پر زیاتولو، د لا ښې اسانتیاوو پر چمتو کولو، د ورځني کاري وخت پر ډېرولو، له دغه هېواده د سوداګریزو توکو پر خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې د بندر د لا ښه مدیریت اړوند خبرې شوې دي. د معلوماتو له مخې، په لیدنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزه همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی.