افغانستان

اقتصادي معاونیت: د نړیوال بانک پر واقعیتونو ولاړې برخې ستایو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دغه بانک هغه برخې ستایي چې پر واقعیتونو ولاړې وي.
یاد بانک په خپل راپور کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدنه، د نشه یي توکو د کرکېلې ۹۰ سلنه کمېدو او په ۲۰۲۳ کال کې له ټاکلي هدف څخه د ۹ سلنه زیاتو عوایدو په راټولو او نور پرمختګونو هم اعتراف کړی دی.
بل پلو، د ریاست الوزرا اقتصادي لیکلي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې. اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې په کور دننه د خوراکي او غیرخوارکي توکو د بیو د ټیټوالي اساسي لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی. نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر شته. یاد معاونیت زیاته کړې، په ټول هېواد کې يې د نشه يي توکو پر کرکېله بندیز لگولی او کروندګرو ته د بدیل کښت پر رامنځته کوونه بوخت دي. معاونیت دغه راز ویلي چې نړیواله ټولنه باید کروندګرو ته د بدیلو کښتونو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
اقتصادي معاونیت لیکي چې که نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي، د افغانستان پر بانکونو او سوداګرۍ بندیزونه لغوه کړي، د افغانستان کنگل شوې شتمني ازاده او د پراختيايي پروژو د تمویل تر څنگ په نورو برخو کې همکاري وکړي نو لري نه ده چې ګڼ کاري فرصتونه به رامنځته او اقتصادي وضعیت به ورسره عموما ښه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *