افغانستان

بي بي سي باید د افغاني ټولنې حساسیتونه را ونه پاروي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت مقام کې د ياد معینیت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د نشراتو معینیت چارسمبالي مولوي ضیاالحق حقمل او د رسنيو په نشراتو د نظارت او څار رئيس ډاکټر عبدالواحد ریان د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس سره کتلي دي.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان ازادۍ ملاتړکوي. د ښاغلي عزیزي په خبره، ټولې رسنۍ باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي. مولوي عتیق الله عزیزي وړاندې وویل چې بي بي سي د خپرنیزو چارو اوږده مخینه لري، نو لازمه ده چې په خپلو خپرونو کې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړنو ته پام وکړي.
د نشراتو معینیت چارسمبالي مولوي ضیاالحق حقمل وویل: که بې بې سي غواړي په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو ضروري ده، له هغو خبرونو او شائعاتو نشرولو ډډه وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
د رسنيو په نشراتو د څار او نظارت رياست رئيس ډاکټر ریان د بي بي سي هغه مستند په ګوته کړل چې په تېرو میاشتو کې یې له خبلو خپرونو کړي وو او له افغانې ټولنې سره په ټکر کې وو.
د جنوبي اسیا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس وویل، دوی به دغه نواقص او ملاحظات له ځان سره یوسي او د ستونزو د هواري په موخه به له خپلو مشرانو سره وګوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *