افغانستان

مولوي امیرخان متقي: د دوحې راتلونکې ناسته کې تر غور وروسته دریځ روښانوو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړي دریځ قدردانی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړېکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
متقي وویل، چې د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ پر غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټېکې اړیکې لري.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي. ښاغلي متقي وویل، اوس په افغانستان کې داسې شرایط نه دي واکمن چې د ملګرو ملتونو لخوا د کوم ځانګړي استازي اړتیا پېښه شي.
وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پر خپل وار ټینګار وکړ چې هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه پکې اخیستل شوې وي.
ښاغلي ضمیر کابلوف وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلی.
ده وویل، د نړۍ دولتونه د تماس د څو اړخیزو میکانیزمونو پر ځای باید د افغانستان حکومت سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې اړیکې وپالي.
ښاغلي کابلوف ټینګار وکړ، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادي کړي او پر بانکي نظام یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي او خپل مسؤولیتونه ترسره کړي.
د روسیې ځانګړي استازي وویل، چې دواړه هېوادونه باید لا زیاته همغږي ولري. ښاغلي کابلوف هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *