افغانستاناقتصاد او رغونه
الکوزی: چین دې د افغان سوداګرو د ویزو ستونزه هواره کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي، چې د دې وزارت مرستیال پرون ورځ په کابل کې د چینایي پانګهوالو له یوه دولتي پلاوي سره لیدلي دي. دې وزارت ویلي چې دغه پلاوي په افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده. د الکوزي په خبره چینایانو په افغانستان کې تر ډېره په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.