افغانستان

اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری: د سیند له غاړو او سېلابي سیمو لیري شئ

د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۲۷ څخه ۲۹ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو برخو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د تېزو سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، د کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان سيندونو د اوبو د زیاتېدو او هلته د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په ذکر شویو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *