افغانستان

وروستیو اورښتونو د برېښنا بندونو کاسې ډکې او برېښنا زیاته کړې

د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، په هېواد کې د وروستیو وروښتونو له کبله د نغلو، سروبي او ماهیپر برښنا بندونو کې د برېښنا د تولید په کچه کې لوړوالی راغلی دی. یاد شرکت ویلي، چې د برېښنا د تولید دغو درېګونو فابریکو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۶۰ میګاواټه برېښنا زیاته شوې، چې په عمومي شبکې کې تقسیم شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو موسمي بارانونو له کبله د هېواد په زیاتره لویو بندونو کې هم د اوبو کچ لوړه شوې، چې ور سره د برېښنا د تولید کچه هم زیاته شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *