افغانستان

مولوي عبدالکبیر: د خلکو په مټ به تر اختر وروسته هم د امنیت خوندیتوب ته کار کوو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اختر په مناسبت د خپلو لیدنو په لړ کې وړمه ورځ د حکومت له یوشمېر مسوولینو، دیني عالمانو، مجاهدینو او قومي مشرانو سره کتلي دي.
یادو قومي مشرانو او دیني عالمانو د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په ټینګښت خوښي وښوده او د اړونده مسوولینو قدرداني یې وکړه.
هغوی وویل: ((ولسونه د مجاهدینو او امنیتي مسوولینو له نیک چلند څخه خوښ او له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.)) په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له راغلو مېلمنو څخه په مننې وویل، چې هر افغان په ډاډمنه فضا کې د ژوند کولو او خوښي نمانځلو حق لري او اسلامي امارت یې د دې حق ادا کول خپل مسوولیت بولي.
هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ملت په همکارۍ به تر اختر وروسته هم د امنیت د تامین هڅې چټکې شي.
د یادولو وړ ده چې په د خلکو په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو په هڅو په ټول هیواد کې د اختر درې ورځې په خوښۍ او پرته له کومې امنیتي پېښې پای ته ورسېدې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *