افغانستان

اوچا: وروستیو اورښتونو د افغانستان یو نیم زر کورنۍ زیانمنې کړي

ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، چې په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو شاوخوا یو نیم کورنۍ زیانمنې کړي دي. د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغو ورښتونو ۱۵۹۰ کورنۍ اغېزمنې، ۳۵ تنه مړه او ۴۷ تنه ټپیان کړي دي. همدارنګه په دغه راپور کې راغلي، چې دغو اورښتونو ۹۳۰ کورونه زیانمن کړي، ۴۶ کورنۍ بې ځایه شوي او ۴۷۰ څاروي په کې تلف شوي دي. د اوچا د راپور له مخې، ډېری سېلابونه د افغانستان په مرکزي، مرکزي لوړو، شمالي، شمال ختیځو، سویلي او لویدیځو سیمو کې راوتلي دي. راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو شاوخوا ۶۳۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده. اوچا ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان په مرکزي، سویل، سویل ختیځ او سویل لویدیځو سیمو کې د ورښت د نوې څپې تمه هم کېږي. اوچا د راتلونکو اورښتونو په اړه وایي، دغه ورښتونه د اندېښنې وړ دي ځکه چې د اوبو زېرمې ډکې شوې؛ نو د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *