افغانستان
پانګوال: د پانګونې په پار، افغانستان د نړۍ غوره هېواد دی
یو شمېر کورنیو پانګوالو او د هغوی چینایي شریکانو د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي. دغو پانګوالو په دې کتنه کې د لویو او کوچنیو کانونو د قرار دادونو او کان کیندنې د جوازونو په اړه خبرې کړي او د کانونو په ځانګړې ډول د زر وینځنې په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه کړې.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزیر په دې کتنه کې ویلي، افغانستان د پانګوالو لپاره یو مناسب ځای دی او یاد وزارت په دې برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.