افغانستان

ایران هم افغانستان کې د سوداګرۍ ګډه خونه جوړوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې له قزاقستانه وروسته ایران هم غواړي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېزي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي چې ایران هم لېوالتیا لري چې له افغانستان سره ګډه سوداګریزه خونه جوړه کړي. بل خوا، یو شمېر سوداګر وایي، چې د ګډو سوداګریز خونو جوړېدل سوداګریزې ستونزې هم هوارولی شي. اقتصادي شنونکي په دې باور دي، چې د هېواد د سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو او اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ګډې خونې پرانيستل شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، اوسمهال افغانستان له پاکستان، ازبکستان او روسیې سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *