افغانستان

د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې لپاره نړیواله غونډه جوړېږي

ملګري ملتونه وایي راتلونکې میاشت په قطر کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه جوړېږي چې په کې د دغه هېواد په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینې محمد پرون د نړۍوالو اړیکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي چې دا کنفرانس به راتلونکو دوو اوونیو کې په سیمه کې جوړېږي. خو هغې د دې غونډې کره نېټه او هېواد نه دی په ډاګه کړی. بلخوا افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا کنفرانس د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نیټه په قطر کې جوړیږي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، چې له دې کنفرانس څخه موخه د افغانستان د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو په موخه سلا مشورې کول دي. هغې زیاته کړې چې په دې کنفرانس به د نورو ترڅنګ د افغانستان په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي. دې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل غواړي او په دې کنفرانس کې به پر دې غور او بحث کیږي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *