افغانستان

ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه کمېټه جوړیږي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تخنيکي کمېټه جوړه شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تخنيکي کمېټه جوړه شي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د کډوالو چارو مرستيال عبد الرحمن راشد په کابل کې د ایران له  مرستيال سفير غلام رضا نجاري سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي. سرچینې ليکلي په دې لیدنه کې دواړو لورو په تهران کې د افغان مهاجرينو وضعیت په اړه د څلور اړخيزې ناستې د پایلو هغوی ته د لا زیاتو اسانتياوو برابرولو او د راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري د يادې کمېټې جوړېدل ګټور بللي او ډاډ يې ورکړی چې هېواد به یې افغان کډوالو ته د ښو شرایطو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *