افغانستان

بغلان: په لسګونو معتادين له درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول

د بغلان د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۰۹ روږدي کسان تر درملنې وروسته جوړ او خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران باختر آژانس ته وویل، چې د دې ۱۰۹ روږدو دوی ۴۵ ورځې درملنې کړې او په ډله کې یې د نورو ولایتونو روږدي هم شتون لري، چې خپلو ولایتونو ته د تلو لپاره پیسې هم د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت ورکوي.
ملوک او عبدالسلام په نشه يي توکو دوه هغه روږدي چې تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته جوړ او له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په نشه يي توکو په روږدي کېدو سره یې د کورنۍ په ګډون د ژوند ډېر څه له لاسه  رکړي او له نورو خلکو هم غواړي، چې ځانونه

 دې له نشه يي توکو وساتي څو پرې روږدي نه شي.
د بغلان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د څه باندې ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې او هڅه کوي څو نور روږدي هم د درملنې مرکزونو ته د جوړېدو لپاره ولېږدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *