افغانستان

بلخ کې د یوې چاودنې له کبله د ۳ ماشومانو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت په مزارشريف ښار کې د پرونۍ چاودنې له کبله ۹ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې چاودنه نن شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د مزار شریف ښار د ۲مې امنیتي حوزې اړوند په تبیان فرهنګي مرکز کې رامنځته شوې، چې له کبله يې د یاد مرکز یو تن ساتونکی وژل شوی او د ۵ تنو خبریالانو په ګډون پکې ۸ تنه ټپیان شوي دي.
د ټکور په خبره د پېښې په ټپیانو کې ۳ ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *