افغانستان
بلخ کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابريږي
شریعت: د بلخ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت
شریعت: د بلخ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د افغانیه ښارګوټي او د ترکیو جومات په سیمه کې د کور په کور د اوبو رسولو شبکې چارې پیل شوې.
د بلخ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي یار محمد شبیر وویل، چې یاده شبکه UNOCHA موسسې په مالي ملاتړ او د آی.ام.سي موسسې له لوري د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پلي کېږي، چې ۳۵۰ کورنۍ به د څښاک له اوبو څخه برخمنې شي.
د یادونې وړ ده، چې سیمې اوسېدونکو له نورو موسسې څخه وغوښتل، چې د سړکونو د جوړولو او نورو روغتیايي پروژو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.