بېلابېلې لیکنې

ته کوم ډول انسان يې؟

ليکنه: دکتور ابراهيم الفقي / ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

د خپلو روزنيزو دورو او په نړۍ کې د ګرځيدنې له لارې دې پايلې ته رسيدلی يم چې انسانان شپږ ډوله دي:
۱- لومړۍ ډول هغه دي چې په دې نړۍ کې اوسيږي مګر په دې نه پوهيږي چې څه غواړي، کوم ځانګړی هدف نه لري چې تر لاسه يې کړي. يواځينۍ انديښنه يې دا وي چې څنګه پوره اندازه خوراک او څښاک د ځان له پاره برابر کړي… مګر له دې سره، سره هم د ژوند له تنګوالي سر ټکوي.
۲- دوهم ډول انسانان هغه دي چې په دې پوهيږي چې څه غواړي، مګر په دې نه پوهيږي چې څنګه يې تر لاسه کړي. د دې په هيله ناست وي چې څوک يې لارښوونه وکړي او لاس يې ونيسي. دا ډول انسانان د لومړي ډول په پرتله ډير بدبخته دي.
۳- درېيم ډول انسانان هغه دي چې خپل هدف هم پيژني او د تر لاسه کولو لارې چارې يې هم، مګر پر خپلو وړتياوو باور نه لري. د يوه شي د تر لاسه کولو هڅه پيلوي مګر بشپړوي يې نه. کتاب اخلي او لولي يې نه. د برياليتوب پر لاره ګامونه نه اخلي، که اخلي يې هم پای ته يې نه رسوي. دا ډول وګړي د تيرو دوو ډولو په پرتله بدمرغه دي.
۴- څلورم ډول انسانان په دې هم پوهيږي چې څه غواړي او د تر لاسه کولو پر لارو چارو يې هم. پر خپلو وړتياوو هم باور لري مګر له نورو څخه اغيزمن کيږي. کله چې يو کار وکړي او بل څوک ور ته ووايي چې دا طريقه ګټوره نه ده او دا کار بايد په دې ډول وکړې، سمدلاسه له خپلې خبرې ګرځي.
۵- پنځم ډول انسانان په دې هم پوهيږي چې څه غواړي او د تر لاسه کولو پر لارو چارو يې هم. پر خپلو وړتياوو باور هم لري او له نورو څخه نه اغيزمنيږي مګر په مثبت ډول. مادي او عملي برياليتوبونه هم تر لاسه کوي، مګر د برياليتوب له تر لاسه کولو وروسته په ستړيا اخته کيږي او له نوښتګر فکر او د برياليتوب له ادامې څخه لاس اخلي.
۶- شپږم ډول انسانان په دې هم پوهيږي چې څه غواړي او د تر لاسه کولو پر لارو چارو يې هم. پر خدای ورکړيو لورينو او وړتياوو باور هم لري. د نورو بيلابيلې رأيې اوري، تلي يې او ګټه ترې اخلي. د ننګونو او خنډونو په وړاندې ماتې نه مني. خپل ټول وس پر لار اچوي، له ټولو وسايلو ګټه اخلي، بيا په الله تعالی توکل کوي او روانيږي، له يوه بري وروسته بل بری تر لاسه کوي او په هيڅ ځای کې هم خپل همت له لاسه نه ورکوي.
نو څوک چې برياليتوب غواړي مګر له خوبه ناوخته ويښيږي، تل د وخت له ضايع کيدنې سر ټکوي او په دې نه پوهيږي چې خپل وخت څنګه داسې منظم کړي چې له هرې شيبې څخه يې ګټه واخلي. که له دې ټولو سره، سره داسې کس برياليتوب غواړي، څنګه به يې تر لاسه کړي؟ د برياليتوب ټول وسايل به له لاسه ورکړي او بيا به پړه پر بدې برخې اچوي. لومړي پنځه ډوله خواران مړي دي.. چې بې وسۍ، ستړيا او لټۍ وژلي. زړه نازړه توب او پر ځان بې باورۍ وژلي. خشره اهدافو او د همت کمزورۍ وژلي.. نو له دې آفتونو ځان وساتئ او ځانونه په شپږمې ډلې انسانانو کې شامل کړئ ځکه چې الله تعالی په زوره څوک نه ناکاموي. او دا چې انسان ته يوازې هغه څه ورکول کيږي چې د څه شي هڅه يې کړې وي، او دا چې ډير ژر به خپلې هڅې ور وښودل شي او بيا به يې بدله پوره، پوره ورکړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *