دینې لیکنې

له غیرمحسوس عذابه ووېرېږئ!

ساجد الله « عظمت »
یو شاګرد خپل شیخ (استاذ) ته وویل: مونږ د الله جل جلاله څومره ډېره نافرماني کوو، خو هغه مونږ نه عذابوي؟
نو هغه شیخ (استاذ) ځواب ورکړ: الله جل جلاله تا ته ډېر عذاب درکړی، ولې ته نه پوهېږې!
آيا هغه له تا څخه د دعا خوند نه دی اخیستی..!!
او (د زړه له سختوالي) څخه په ستر ازمایښت هیڅوک هم نه دی اخته شوی.
بېشکه له ټولو ستر عقاب او عذاب دا کېدای شي چې ته ورسره مخامخ یې، هغه د نېکو کارونو توان او توفیق (یعنی د خیر کارونو کول) ستا په برخه نه دي کړي ٍ
آيا په تا داسې ورځې نه دي تېرې شوې چې تا قرآن کریم نه وي تلاوت کړی!؟
بلکې ډېر ځله به دې د الله تعالی دا کلام اورېدلی وي: [او که مونږ دا قرآن په کوم غره باندې نازل کړی وای، نو تا به هغه لیدلی و چې هغه د الله جل جلاله له رعبه (وېرې) راټيټ او چودلی وای] سورة حشر [۲۱]ایتٍ
او ته نه اغېزمن کېږې لکه چې تا بیخي د هغه ایت تلاوت نه وي اورېدلی!! آيا پر تا باندې اوږدې اوږدې شپې نه دي راغلې او ته (د تهجد له لمانځه) نه یې بې برخې شوی!؟ آيا له تا د خیر (نیکیو) موسمونه نه دي تېر شوي، لکه رمضان، ورپسې دوړوکي اختر شپږ روژې، د لوی اختر لس شپې ورځې او د الله جل جلاله بختوره میاشت (محرم) او تا د دې (موسمونو) توفیق نه دی موندلی.
نو له دې ستر او غټ عقاب څه شی دی!؟
آيا ته د طاعاتو دروندوالی او سختوالی نه حس کوې!؟
آيا ته نه ګورې چې ستا ژبه له الهي ذکره غافله ده!؟
آيا د خپل هوی او هوس پر وړاندې په ناتوانۍ نه پوهېږې؟
آيا ستا غافل زړه د مال، جاه و جلال، شان و شوکت او شهرت څخه ډک نه دی؟
آيا ټول وخت د هنرمندانو او فنکارانو د خبرونو په لټولو کې نه تېروې چې هغوی د بدیو او ګناهونو نمونې دي چې ته یې د نیکیو د کوونکو له بېلګو څخه بې برخې کړی یې؟؟؟
نو (ووایه) له دې څخه زیات عقاب او عذاب څه شی دی!؟
آيا ته له الهي یاده محروم نه یې او ستا په ژبه غیبت، نمامت او دروغ له ذکره اسانه نه دي!؟
آيا ته يې په هغه څه کې نه یې بوخت کړی چې تا ته په ابدي ژوند کې ګټه رسوي!؟
آيا له تا یې اخرت نه دی هېر کړی او دنیا يې ستا ستر غم او هم نه دی ګرځولی!؟
دا ناکامي او ښويېدنه څه شي ده، بس یوازې د الله جل جلاله د عذاب او عقاب له بڼو یوه بڼه او څېره ده.
اې زویکیه! د الله جل جلاله اسانه عقاب هغه دی چې په مال، اولاد او روغتیا کې (محسوس شي).
له الله جل جلاله څخه زمونږ او ستاسو لپاره عفو او عافیت غواړو! لوی رب عز و جل دې مونږ له هر ډول عذابه وساتي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *