اقتصاد او رغونه

د بهانده سیندونو د اوبو مدیریت یو لومړیتوب دی!

شاه محمود درویش
سرلوړی افغانستان د خپل ښه جغرافیایي موقعیت او د الله (ج) ورکړیو ډول ډول کاني زیرمو د موجودیت ترڅنگ دپریمانه طبیعي اوبو دشتون اودیوښه بشری ځواک د درلودو له پلوه له شک پرته چې بډایه هیواد دی او په دې برخه کې دلازمو امکاناتو دنه شتون له کبله دهیواد بزگران ، بڼوال او مالدارله ډیرو ستونزو سره مخامخ دي چې ددغې برخې د پرمختگ او غوړیدا له پاره دقدرمنو سو داگرو او پانگه والو هراړخیزې پانگونې ته ډیره اړتیا لیدل کیږی اوپه دې برخه کې د افغانستان اسلامی امارت او قدرمنو پانگوالو پاملرنه ډیره حتمي او ضروري ده، البته د افغانستان کابو اتیا سلنه خلک په ټولیزه توګه پرکرنیزو چارو بوخت دي ، خو داوبو، سربندونو، کانالونو اوپرمختللو کرنیزو وسایلو دکموالي له امله تردې دمه نه دی توانیدلی چې دغلو دانو له پلوه داهیواد پرځان بسیاکړي، بنا ددې لپاره چې دهیواد په سلو کی کابو اتیا سلنه خلک دکرنی ، مالدارۍ او بڼوامۍ په چارو بوخت دی نوپه کارده چی ددغه بهیر ودی اوپراختیا ته باید ډیره پاملرنه وشی ځکه چې په هیواد کی د کرنې او بڼوالۍ بهیر پراختیا یولومړیتوب دی او د افغانستان اسلامی امارت د مسوولو ارګانونو له لوری باید دهیواد په مرکز او ولایتونوکی قدرمنو بڼوالو اوبزگرانو ته دهراړخیزو آسانتیاوو په برابرولو سربیره په مناسبو وختونو کی د ډول ډول میوه لرونکو نیالګیو ،اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سری مرستی وشی ترهغه چی له امله یی دوئ له خپلی کرکیلی څخه پریمانه حاصلات ، غلی او دانی ترلاسه کړی چی له امله یی د دوئ د اړتیاوو د پوره کیدلو ترڅنگ په هیواد کی هم غلی دانی او ډول ډول با کیفیته تازه میوې پریمانه شی او په مناسبو وختونو کې د ګران هیواد له ښارونو بهر د بهرنیو هیوادونو مارکیټونو ته هم وړاندې شي ترهغه چې له امله یې د قدرمنو بڼوالو او بزګرانو د اقتصادی بډاینې ترڅنګ د هیواد په اقتصادي وده کې هم مثبتې اغیزې پرځای پریږدي، البته یوخبره چې ډیره اړینه ده هغه داده سره له دې چې زمونږ ګران هیواد د اوبو ښه سرچینې، له اوبو ډک سیندونه او ترڅنګ یې دکال په مختلفو موسمونو کې د اورښتونو له امله پریمانه اوبه لري خو دریغا چې د اوبو ښه مدیریت ته تردې دمه لازمه پاملرنه نه ده شوې نوځکه دهیواد په مختلفو ولایتونو کې په ځانګړي توګه کروندګر په مناسبو وختونو کې د کروندو د خړوبولو لپاره داوبو له نه شتون څخه سرټکوي چې دبیلګې په ډول د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله داسې راغلي دي:« زابل چې د هیواد په جنوب کې پروت ولایت دی، زیات شمیر خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې روزې په لاس راوړي. د دغه ولایت کروندګربیا وايي: دوی یو ځل بیا اندیښمن دي، چې که د اوبو کنټرول ونه شي او په دغه ولایت کې حکومت بندونه جوړ نه کړي، د تیر په څیر به یې ځمکې وچې پاتې شي. دکروندګرو په وینا:«د دې لپاره باید کوچني بندونه جوړ شي اوس خو اوبه زیاتې دي، که کنټرول شي، ګټه به یې ډیره زیاته وي.»«موږ د اوبو د نشت له امله له ستونزو سره مخ وو، د غنمو د اوبه کولو لپاره اوبه مو نه درلودې، په دښتو کې خو بیخي اوبه نه وې، پروسږکال موږ د مني فصل نه دی اخیستی.» په ورته وخت کې د کرنیزو چارو کار پوهان هم د اوبو کنټرول مهم ګڼي او زیاتوي، چې په کار ده د کوچنیو چیک ډیمونو په مرسته په ټول هیواد کې اوبه کنټرول شي. د کرنیزو چارو یوه تن کارپوه په دې اړه ویلي:«دبندونو جوړول ډیر مهم دي. خلک هم کولای شي په خپلو کورونو کې استفاده شوې اوبه د کوچنیو کندو په مرسته کنټرول کړي چې ورسره به د اوبو اندازه لوړه شي.» د معلوماتو له مخې، دا مهال په زابل کې د یو شمیر غټو او وړو چیک ډیمونو او بندونو د رغیدو چارې روانې دي. په مرکز قلات کې تیره اوونۍ د توري په نامه دلوی بند د رغیدو چارې د ۹۷ میلیونو افغانۍ په لګښت پیل شوې، چې د دې بند په رغیدو سره به ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د ۱۰۰کیلو واټه بریښنا د تولید ظرفیت به هم ولري.
د کروندګرو ددغه اندیښنو په هکله، د زابل د ترنک او قلات د سیندیزې حوزې رئیس ويلي: په دغه ولایت کې د اوبو د کنټرول لپاره د یو شمیر پروژو چارې روانې دي او پلان لري، چې واړه بندونه او کانالونه جوړ کړي. هغه داهم ويلي:«موږ کولای شو چې دوی ته واړه بندونه او کانالونه جوړ کړو، څو په دې سره د هیوادوالو اقتصاد پیاوړی شي.» په زابل کې په داسې حال کې کروندګر د بندونو جوړیدو غوښتنې کوي، چې تیر کال په دغه ولایت کې د اوبو کچه کښته شوې وه او ډیر کروندګر د خپلوځمکو له کرکیلې پر شا شوي
وو.
له شک پرته چې دهیواد په کچه د اورښتونو او روانو اوبو ښه مدیریت ته جدې پاملرنه یو لومړیتوب دی ځکه د اوبو کنټرول ډیرمهم دی بنآ په کار ده چې د لویو بندونو د جوړیدو ترڅنګ د کوچنیو چیک ډیمونو په مرسته په ټول هیواد کې اوبه کنټرول شي او په ټوله کې هیوادوال هم باید خپل مسوولیتونو په ښه توګه ترسره کړي، همداراز په ټولیزه توګه په هیواد کې د کرنیز بهیر پراختیا او مدرنیزه کول هم په حقیقت کې یو لومړیتوب دی او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسوول چارواکي دهیواد د کرنې د پراختیا او مدرنیزه کولو په برخه کې هم باید لازم پروگرامونه طرحه اوپلی کړی اوپه دی موخه د کورنیو پانګه والو ترڅنګ د نړۍ دمرستندویو هیوادونو(په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونو) او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې راجلب اودیوسالم او منظم پروگرام له مخې یې دهیواد دکرنې ، مالدارۍ او بڼوالۍ دچارو په پراختیا او مدرنیزه کولو او په هیواد کې دموجودو اوبو دښه مدیریت کولو پرچارو ولگوی چی پرمټ یې له یوې خوا دخلکو دبوختیا اوله بلې خوا دهیواد د اقتصاد د پرمختګ له پاره زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *