افغانستان

تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څـه بانـدې ۱۰۷زره ټـنـه انتـقـالات شـوي

په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۷زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۰۷ زره ۶۸۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۴۱۰۶ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *