افغانستان

تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۲زره ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۲زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ وسپنې پټلیو له لارې ۱۱۲ زره ۵۹۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۹۳۸ ټنه توکي صادر شوي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *