افغانستان

زرداري: نړیوال دې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې په خپله وینا کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې د تماسونو دوام د ارزښت وړ وباله. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له دې وروسته چې افغانستان په ځلونو د سترو قدرتونو د لوبې ډګر ګرځیدلی دی، مونږ د افغانستان له خلکو سره د پخوانیو تېروتنو په نه تکرارولو مکلف یوو. زرداري یو ځل بیا ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د ناامنيو د رامنځته کيدو له پایلو تر هر چا ډېر پاکستان زیات زیانمنیږي. نوموړي د دې په څرګندولو سره چې نړيواله ټولنه بايد د امنيتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، زياته کړه: يو سوله ييز او باثباته افغانستان نه يوازې د سيمه ييزې انسجام او اقتصادي همکارۍ، بلکې د نړيوالې سولې او ثبات لپاره هم مهم دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *