افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست:د زابل ولایت خلکو ستونزو ته رسیدنه کېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطيف منصور د قلات سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ملا عبدالکریم ذوالفقار او د زابل ولایت د خاک افغان او دای چوپان ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د يادو ولسوالیو قومي مشرانو خپلې ستونزې د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په خپلو ولسوالیو کې یې د څښاک اوبو او برېښنا انرژۍ د برابرولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې زابل ولایت په تېرو کلونو کې له هر ډول پراختیایي پروژو څخه بې برخې وو، خو اوس د اوبو او انرژۍ وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
منصور زیاته کړه، چې دغه وزارت د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره هڅه کوي، چې د زابل ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *