افغانستان

حج او اوقاف وزارت: له کام ایر هوایي شرکت سره د حاجیانو د لېږد او راستنیدو تړون لاسلیک شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او کام ایر هوایي شرکت ترمنځ پرون ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب وویل: الحمدلله سږ کال دویم کال دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج بهیر تنظیم او اداره کوي او په دغو دوو کلونو کې د کام ایر هوایي شرکت له دغه وزارت سره سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او رالېږد برخه کې همکاري کوي او د نورو اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ موږ هڅه وکړه چې دا پروسه په اغیزمنه توګه پرمخ بوځو او له کام ایر هوایي شرکت څخه غوښتنه کوو چې له دغه وزارت سره په همغږي د حاجیانو د لېږد او بیرته راستنیدو بهیر په ډېر اخلاص او جدي توګه تنظیم اومدیریت کړي.
ورپسې د کام ایر هوايي شرکت معاون محترم آتیلا کامگار وویل: زموږ شرکت د افغانستان مجاهد ولس او د اسلامي امارت د اقتصاد یوه برخه ده، موږ هڅه کوو چې د هیواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته حاجیان انتقال او برعکس، (هیواد ته د حاجیانو د راستنیدو) پروسه بریالیتوب سره ترسره کړو. نوموړي زیاته کړه، چې د سږني کال د حج پروسه کې د کام ایر هوایي شرکت خپل بشپړ تخنیکي او عملیاتي چمتووالی په لاس کې لري.
په دې غونډه کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزير په حضور کې، د کام ایر هوايي شرکت معاون آتیلا کامگار او د دغه شرکت د مديره هيئت مسؤلينو په ګډون د ۱۴۴۴ هجري قمري کال، بیت الله شریف ته د حاجیانو د لېږد او راستنیدو د بهیر لپاره د هوايي خدمتونو تړون لاسلیک کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *