افغانستان

له پاکستان سره د ټرانزیټ بله لار پرانیستل شوه

شریعت: د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره بله سوداګریزه لاره هم پرانیستل شوه. د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې د کندهار ـ چمن ترمنځ د ترانزیت ځانګړې لار جوړه او تېره ورځ پرانیستل شوه. د مسؤلینو په وینا، چې دغه نوې لاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه رامنځته کړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانسپورټي برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
ویل کیږي، چې دغه لاره د سپین بولدک ولسوالۍ د کمیسارۍ او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر هڅو د دې ولسوالۍ په زاړه کلي کې جوړه او د ټرانزیټ او هر ډول سوداګریزو مالونو د تګ راتګ پر مخ خلاصه
شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *