افغانستان

د اختر درېو ورځو کې تر ۱۰۰ زیاتې ټرافیکي پېښې ثبت شوي

د ټرافیکو عمومي رییس پاسوال حسیب الله مختار وایي، د تېر کوچني اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۰۲ ترافیکي پېښي شوي، چې له امله یې ۲۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ښاغلي مختار پرون د یوې خبرې ناستې پر مهال ویلي، چې له دې ډلې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۵ نور ټپیان دي. د ټرافیکو ریاست دغه ارقام وروسته له هغې ورکوي، چې هر کال د اختر په شپو او ورځو کې په ښارونو او لویو لارو کې د زیاتې ګڼې ګوڼې او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله زیاتې ټرافیکي پېښې رامنځته او خلکو ته پراخه مرګژوبله اوړي. دا په داسې حال کې ده، چې نږدې میاشت وړاندې د اسلامي امارت د کابینې په شلمه غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یوه طرحه تائید او د کورنیو چارو وزارت په ګډون یې ځینو ادارو ته تطبیق لپاره دنده سپارل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *