افغانستان

څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر شوي
دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دغه جلغوزي چې ټول
ارزښت یې، شاوخوا ۲۷ میلیونه ډالره کېږي، تر ډېره هند، چین، پاکستان، متحده عربي امارات او امریکا ته صادر شوي دي. له دې سره سم د کانونو او صنایعو خونه وايي، د جلغوزیو د صادراتو د ډېرښت لپاره باید د هوايي دهلېزونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *