افغانستان

ټول هېواد کې د ورځې په منځنۍ کچه ۱۳نیم سوه ټنه نفت ایستل کیږي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي چې په ټول هېواد کې اوسمهال د ورځې په منځنۍ کچه شاوخوا ۱۳نیم سوه ټنه نفت استخراجیږي. د دغه وزارت د مسوولینو په قول، دمګړۍ په ټول هېواد کې د نفتو شاوخوا ۲۴ فعالې څاه ګانې شته چې د ورځې ۱۳نیم سوه ټنه نفت ترې را ایستل کېږي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د افغانستان په ۲۰۰زره کیلومتره مربع مساحت کې نفتي ساحې شته چې په پنځو لویو حوزو وېشل شوې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي چې د اوس لپاره یوازې د امو دریا نفتي حوزه له یوې چنایي کمپنۍ سره قرارداد کړی چېهلته د اکتشاف، استخراج او د نفتي څاګانو کېندلو کارونه دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت هوډ لري، تر څو هېواد کې د فعالو نفتي څاه ګانو شمېر تر دې هم لوړ کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *