افغانستان

د کابل ـ آستان د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وشو

د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار د قزاقستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د شیخ اسلام جار سربېره، د هرات ولایت د والي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستيال او د هرات د سوداګرۍ او صنایعو .خونې رئیس برخه اخیستې وه.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي خبرې وکړې. دغه راز، د سوداګرو تر منځ پر تبادلې، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د سوداګرو د ستونزو د حل او د ویزو د ورکړې په اړه بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده وړمه د افغان او قزاقي مسوولینو ترمنځ په دې ولایت کې د سوداګرۍ ګډه خونه هم پرانیستل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *