افغانستان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د تاشکند له دیني مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث سر محقق دوکتور مولوي نور محمد ثاقب او مل پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پلازمېنې تاشکند ښار له دیني او اسلامي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي ثاقب نن په تاشکند ښار کې د امام بخاري رحمه الله له مدرسې او ښوونیز مرکز، د کتاب نندارتون او کتابتون څخه د لیدنې ترڅنګ د دغې مدرسې له تدریسي بهیر، د حضرت عثمان رضی الله عنه په عصر کې له لیکل شوي قرآن کریم او مصحف له نندارتون او یاد ښار له ګڼو دیني بنسټونو څخه لیدنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، چې یاد پلاوي د تاشکند ښار د اسلام اباد په جامع جومات کې د تراویح لمونځ هم اداء کړ.
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ستر مفتي سره هم کتلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *