افغانستان

قرغزستان د افغانستان پر کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د قرغزستان د کان کیندنې «ALLATOY» شرکت له رئیس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د یاد شرکت رئیس ویلي دي: «افغانستان او قرغزستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري، زموږ شرکت چمتو دی د پرمختللو تجهیزاتو او تجربو په لرلو سره د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د سرو زرو او انتیموني په برخه کې پانګونه وکړي.»
هغه زیاته کړې چې شرکت یې کولی شي د کان کیندنې په بېلابېلو برخو کې افغان انجنیرانو ته عملي او تخنیکي زده کړې هم ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د هغوی د برنامو او خبرو له اورېدو وروسته ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي.
هغه، په هېواد کې د ټولو بهرنیو پانګه والو چې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه کوي؛ هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې هغوی کولی شي په ډاډه زړه او پوره روڼتیا سره په دې برخه کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنۍ او د سراسري امنیت د شتون په دلیل، د هېواد د بېلابېلو کانونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پانګونې لېوالتیا ډېره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *