افغانستان

کابل کې یوه چیکډم جوړولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژ‎ۍ وزارت د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډم جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د سیاب بالا چکډم د جوړېدو عملي چارې د ۴ میلیونه، ۲۷۸ زره ۲۸۳ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې یاد چکډم د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د باران اوبو راټولولو او د استوګنې کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د قراردادي شرکت له لوري جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ د هېواد په ګڼو ولسوالیو کې د چکډمنو جوړولو چارې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *