افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست: د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ستونزو ته پاملرنه کیږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي رفیع الله صمیم سره وکتل.
په دغه کتنه کې مولوي رفيع الله صمیم له ملا خيرالله خيرخواه سره خپلې لاسته راوړنې پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال خیرخواه نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي دغه راز د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *