اقتصاد او رغونه

د کندهار ګمرک په عوایدو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی

شریعت: د کندهار د ګمرک په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د کندهار ګمرک

شریعت: د کندهار د ګمرک په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د کندهار ګمرک ویاند خلیل الرحمن وردګ وايي، چې د ګمرک عواید د ۱۴۰۰ هـ ش کال په لسو میاشتو کې ۶ میلیارده، ۷۰۴ میلیونه، ۸۴۲ زره او ۹۲ افغانۍ وو، خو د روان ۱۴۰۱ هـ ش کال په لسو میاشتو کې دغه عواید ۱۱ میلیارده، ۳۲۸میلیونه، ۶۶۰ زره او ۱۸۸ افغانیو ته لوړ شوي دي. د وردګ په وینا، یادو عوایدو ته په کتو په ۱۴۰۱ هـ ش کال کي د کندهار ګمرک عواید د تېر ۱۴۰۰ هـ ش کال په پرتله ۴ میلیارده، ۶۲۴ میلیونه، ۵۷۵ زره او ۸۹۸ افغانۍ زیاتوالی ښيي، چي ۷۰سلنه کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار ګمرک عواید د تېر کال په پرتله په داسې حال کې د پام وړ زیات شوي، چي د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه په لومړنیو اولیه خوراکي توکو باندې ګمرکي محصول د تېر په پرتله ۷۵ سلنه راکم شوی او همدا راز سوداګرو ته هم د پام وړ آسانتیاوي برابرې شوې دي.
هغه وویل، چې د اداري فساد بشپړ له منځه وړل او د ګمرکي ادارې له خوا سوداګرو ته اصولي او معیاري خدمتونه وړاندې کول د دې لامل شوي، چي د کندهار ګمرک عواید په بې ساري ډول لوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *