افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستراتیژیک پلان جوړولو په اړه دویم روزنیز پروګرام پیل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معیينیت، پرون د دغه وزارت د ستراتیژیک پلان لارښود د جوړولو په اړه دویم روزنیز پروګرام پیل کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی معیين مولوي سعدالدین سعید، موخو ته د دغه وزارت د رسېدو لپاره، د دغه شان پروګرامونو جوړول مهم وبلل او هیله یې وښوده چې

د پیل شویو روزنیزو پروګرامونو په پای ته رسېدو سره، داسې بډای سند جوړ شي چې هم د نظام او هم او د هېوادوالو په ګټه وي.
مولوي سعید وویل: موږ ټول د یوه افغانستان خلک او د یوه الله بندګان یوو؛ د یوه هدف او نظام لپاره کار کوو؛ موږ باید د نظام تر شا ټینګ ودرېږو او په دې برخه کې هغه څه چې زموږ مسئولیت دی؛ باید ادا یې کړو او دا مسئولیت هغه وخت ادا کېږي چې موږ ښه پلان او تدبیر ولرو.
هغه، د پلان جوړولو پر ارزښت خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستراتیژیک پلان د جوړولو په برخه کې د وزارت چمتووالي او هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په دغه دوه ورځني روزنیز پروګرام کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دفتر، مالي او اداري، بشري منابعو او د ارشاد او دعوت ریاستونو او دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت کارکوونکو ګډون کړی دی؛ ګډونوالو ته د ادارې، مدیریت، د پلان جوړولو د ارزښت او اړتیا، د ستراتيژیک پلان جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکول کېږي.
په پام کې ده چې د یوې میاشتې په بهیر کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ټولو ریاستونو کارکوونکو ته د «ستراتیژیک پلان لارښود» په اړه معلومات وړاندې شي او ګډونوال هم په دې برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.
ټاکل شوې ده د دغو پروګرامونو له بشپړېدو وروسته، تخنیکي کمېټه په عملي ډول د ستراتیژیک پلان پر لارښود کار پیل کړي او تر شپږو میاشتو پورې به د وزارت لپاره پنځه کلن ستراتيژیک پلان جوړ شي.
باید وویل شي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ستراتیژیک پلان لارښود د جوړولو پروګرام د پیل موخه، د ستراتیژیک پلان جوړول، د انګېزې رامنځته کول او په وزارت کې د هغه ارزښت او اړتیا بلل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *