افغانستان

د جوزجان- بلخ پر لاره ترافیکي پېښه کې ۵ تنه ټپيان شوي

د جوزجان- بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه ټپي شوي دي. د جوزجان د لويې لارې د لومړۍ حوزې امر وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې يو کرولا موټر د خانقاه ولسوالۍ په “مصر” سيمه کې، چې .د جوزجان- بلخ پر لويه لاره پرته ده، چپه شو. په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوي چې د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټرونه، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول د یادو پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *