افغانستان

د افغانستان بانک د امریکا ایالتي محکمې له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

د افغانستان مرکزي بانک په نیویارک کې د محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو څخه د ۳.۵ میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو حق نه لري. د افغانستان مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د هېواد د اتباعو ملکیت دی او له قانون سره سم، د پولي ثبات، د مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړیوالو سره د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې ترې کار اخیستل کېږي. د دغه بانک په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د افغانستان د مرکزي بانک مشرتابه پلاوی نړیوالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې ټولو منل شویو نړیوالو معیارونو، اصولو او مقرراتو ته ژمن دي او خپل نړیوال مکلفیتونه په ښه توګه سرته رسوي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندې کړې او د افغانستان له ۹،۵ میلیارده ډالرو زیاته سرمایه یې کنګل کړه. د دغو پيسو له جملې څخه د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا اوه ميليارده ډالر منجمد شوې پيسې اوس د نيويارک په فدرال ريزرو بانک کې ساتل کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *